د ننګرهار دکرنې ریاست؛ سیاسنګ ښارګوټي کې ۱۲۸۵ کورونه سروې او تثبیت شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۵:۲۵
د ننګرهار دکرنې ریاست؛ سیاسنګ ښارګوټي کې ۱۲۸۵ کورونه سروې او تثبیت شو

۲۹ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس دسیاسنګ ښارګوټی، چې درې ګذرونه او ۱۰۳ بلاکونه لرې کورونه یي سروی شو.
د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت امر مولوي تکریم الله عزیزي وویل، چې ددوی د تخنیکي ټیمونو له لورې په ننګرهار کې امارتي تثبیت شوو ښارګوټو کې د کورونو د ثبت لړۍ روانه ده، چې اوسمهال د سیاسنګ ښارګوټي کې ۱۲۸۵ کورونه ثبت شوي.
نوموړې وویل، چې د سیاسنګ ښارګوټي چې په ۵۵۸ جریبه امارتي ځمکه جوړه شوي ده، د ټولو کورونو د ثبت پروسه پای ته ورسېده او په نورو ښارګوټو کې هم د کورونو د ثبت چارې رواني دي.
ښاغلي عزیزي، چې وویل د غصب مخنیوي کمېسیون تر هراړخیزو څېړنو وروسته په ننګرهار کې دسیاسنګ، سرخ دېوال، شمشاد مېنه، قاسم آباد او دولتزیو فاملیو ښارګوټي امارتي تثبیت کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت