د ننګرهار دکانال شرکت رییس دکرنې او مالدارۍ خونې له رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۱۰
د ننګرهار دکانال شرکت رییس دکرنې او مالدارۍ خونې له رییس سره وکتل

۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس اجمل رحماني او ددغې خونې د مديره پلاوی غړو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ خونې رییس اجمل رحماني هډی فارم کې د نرسري ګانو، د کبانو د روزنې لپاره د مناسبو ځمکو او د کانال د ځمکو د پخوانیو او نویو قراردادونو اړونده موضوعات  شريک او د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم د يادې خونې رییس او مديره پلاوی غړو ته وويل، کومې نرسري ګانې چې د هډې فارم کې فعاليتونه کوي ، ورسره يوازې د بوټو د پلور خبره شوی نه پدغو نرسري ګانو کې د بوټو د روزنې او کرنې.
 ښاغلی کظیم همداراز وویل، چې د ننګرهار کانال شرکت پخپلو ځمکو اوس د کبانو ډنډونه لري او ددغو ډنډونو کبان يې اوس د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي دي.
مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور حیاتي ارزښت لرونکی سکټور دی او موږ به ددغه سکتور پانګه والو سره لازمه همکاري وکړو او پدې برخه کې به ننګرهار کانال شرکت د هر راز اسانتیاوو په برابرولو کې خپله همکاری ونسپموي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت