د ننګرهار دکانال رییس: خیره بنسټونه او همکارې مؤسسې دې دکانال سېلاب ځپلو سیمو بیارغونه کې همکاري وکړي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۳۶
د ننګرهار دکانال رییس: خیره بنسټونه او همکارې مؤسسې دې دکانال سېلاب ځپلو سیمو بیارغونه کې همکاري وکړي

١۷ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي  وایي، چې وروستيو اورښتونو، سېلابونو راوتو له امله د کانال سترې پروژې نږدې ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، د هندواڼو، خټکیو، سبو، غنمو، مالټې بڼونو او نور ولاړ فصلونه يې سخت زيانمن کړي او درانه مالي زیانونه يې اړولي دي .
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم دکرنې او مالدارۍ په برخه کې په د همکارو ادارو او بنسټونو غږ وکړ چې د ورستیو اورښتونو له امله د کانال سترې ملي پروژې ته چې کوم درانه مالي زیان ور اوښتې، محافظوي پولې يې وړي په جوړولو کې ورسره  لازمه همکاري وکړي ، تر څو د راتلونکو زیانونو څخه د کانال کرنیزې ځمکې او د خلکو شته ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.
په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونه د مالي او ځاني زیانونو لامل شوي دي. د ا.ا.ا امارت په ځانګړې توګه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د سېلابونو د زیانونه مخنیوي ترڅنګ له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ اړینې مرستې وکړي، ترڅو د ناورین مخنیوی ووشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت