د ننګرهار دوو ولسولیو کې د کرنیزو توکو پېرلو په پار لسګونو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۹
د ننګرهار دوو ولسولیو کې د کرنیزو توکو پېرلو په پار لسګونو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ۱۰۰  تنو بزګرانو سره دجوارو هایبرایډ تخمونو،  کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو  اخېستلو لپاره یو میلیون او ۹۷۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ماشومانو ساتنې دفتر هر بزګر  ته د جوارو تخم او کیمیاوي سرې اخیستلو لپاره  ۱۰ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته ورکړه. او دکرنیزو وسایلو لکه رمبي، لور، لاسي کراچۍ، پنجي، ښاخۍ، بیلچه، درمل شیندلو پمپ او نورو وسایلو اخیستلو لپاره  د دوهم ځل لپاره  ۹ زره او ۵۰۰  افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړل شوه.
دماشومانو ساتنې دفتر  مسؤل انجنیر ذبیح الله دولتزی وویل، چې د یادو مرستو موخه د کورنیو پر ځان بسیا کول، دخوړو خوندیتوب رامنځته کول او ماشومان له درنو کارونو څخه ساتل دي.
وړاندې تردې هم څوځلې یادې مؤسسې په یادو ولسوالیو کې د اصلاح شوی تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو لپاره بزګرانو ته نغدې پیسې ورکړي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۳۳
Background image

پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نعمت اباد ولسوالی د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو د خپلو دوامدارو څارنو په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج. . .

بازگشت