د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
آغاز کار ساخت یک کانال آبیاری در ولسوالی اچین ننگرهار؛ زمینه کار برای صدها تن فراهم شد

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د کانال جوړولو اساسي چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد، وویل چې یاد کانال به د ۴۳۶ مترو په اوږدوالي، ۸۰ سانتي مترو په پلنوالي او ۶۷ سانتي مترو په لوړوالي په اساسي او پاخه ډول جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروژې له لارې ۸۳۲ تنو د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې، چې دا مهال ۶۵ تنه ماهر او غیرماهر کارګران په پروژه کې پر کار بوخت دي او د کار په بدل کې ورته نغدي معاش ورکړل شو.
د دې کانال د جوړېدو اساسي موخه د کرنیزو اوبو اغېزمن مدیریت، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د بهیر ښه کول دي، ترڅو د سیمې بزګرانو ته دوامدارې اسانتیاوې برابرې شي.


آغاز کار ساخت یک کانال آبیاری در ولسوالی اچین ننگرهار؛ زمینه کار برای صدها تن فراهم شد
۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، کارهای اساسی ساخت یک کانال آبیاری از سوی اداره مهاجرین دنمارک (DRC) در قریه مکتب ولسوالی اچین آغاز شد.
مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، گفت که این کانال به طول ۴۳۶ متر، عرض ۸۰ سانتی‌متر و ارتفاع ۶۷ سانتی‌متر به‌گونه اساسی و معیاری ساخته خواهد شد.
وی افزود که از طریق اجرای این پروژه، برای ۸۳۲ تن از باشندگان محل زمینه کار فراهم شده است و در حال حاضر ۶۵ کارگر ماهر و غیرماهر در این پروژه مصروف کار هستند و در بدل کار، معاش نقدی دریافت می‌کنند.
هدف اساسی از ساخت این کانال، مدیریت مؤثر آب‌های زراعتی، جلوگیری از هدررفت آب و بهبود روند آبیاری زمین‌های زراعتی است تا زمینه تسهیلات پایدار برای دهقانان منطقه فراهم شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت