د ننګرهار  کوټ کې ۱۹۰ بزګران وروزل شول 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۱:۱
د ننګرهار  کوټ کې ۱۹۰ بزګران وروزل شول 

٢١ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٥ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق 
د ننګرهار ړ کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتنې مدیریت کارکونکو له لورې د کوټ ولسوالی په شبدیانو، سه پای،  بره غاړه او کټیانو  کې ۱۹۰ تنو کرونده ګرو او بڼوالو ته روزنه ورکړل شوه.
د  کوټ ولسوالی د بوټو ساتنې مدیریت له لورې  ۱۹۰  تنو بزګرانو ته د رومیانو،  سپږۍ، افاتو،  جوارو د تني چینجۍ،  هرزه وښو مخنیوي،  د سبو او نورو بوټو کې د ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوه.
دغه راز په ياده ولسوالی کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو  کې د کیمیاوي درملو استعمال، د ژغورنې احتیاطي  تدابېرو، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت