د ننګرهارمومندره کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۰:۴
د ننګرهارمومندره کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه

۱ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتني دفتر له لورې د مومندري ولسوالی۱۷۰ تنو بزګرانو سره  نغدې مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ماشومانو ساتني دفتر په مومندرې ولسوالی کې ۱۷۰ بزګرانو سره د آلوګانو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو اخیستلو په موخه ۴ میلیونه او ۷۶۰ زره افغانیو نغدي مرسته وکړه.
ښاغلي محسن وویل هر بزګر ته ۲۸ زره افغانۍ نغدې مرسته ورکړل شوه.
نوموړي وویل بزګرانو ته په یادو پیسو د تخم او سرې سربېره کرنیز وسایل لکه رمبي، لور، لاسي کراچۍ، پنجي، ښاخۍ،بیلچه، درمل شیندلو پمپ، درملو محافظتي جامي او سطل د اخیستلو سپارښتني شوي دي.
د یادو مرستو موخه د کورنیو پر ځان بسیا کول، دخوړو خوندیتوب رامنځته کول او ماشومان له درنو کارونو څخه ساتل دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت