د میکانیزه کرکېلې ترویج په موخه د کندز څېړنيز فارم کې لیزر لېول پلي کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۹:۵۱
د میکانیزه کرکېلې ترویج په موخه د کندز څېړنيز فارم کې لیزر لېول پلي کېږي

١٣ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٠ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو څېړنو د لوی مدیریت فارم د څېړنیزو فعالیتونو د ښه پلي کیدو او د میکانیزه کرکیلې د ترویج په موخه لیزر لېول کېږي. 
د کندز د کرنې ریاست دکرنیزو څېړنو لوی مدیر عبدالمتین عظیمي په هڅو او د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن په همکارۍ د کرنیزو څېړنو د لوی مدیریت ځمکې د کرنې څیړنې د تجربو او څطړنیزو برنامو د ښه پلي کولو لپاره چې د کرنې اصل او اساس ده لیزر لېول کېږي.
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرکزي څېړنیز فارم په شمال ختیځ زون کې یو له مهمو فارمونو څخه دی، چې هر کال په کې د تېلي او صنعتي بوټو، غله جاتو، حبوباتو او سبو په ګډون بېلابېلې څېړنې ترسره کېږي او ښې پایلې یې د اګرانومیکي سپارښتنو وروسته د ترویجي څانګو له لارې بزګرانو ته په واک کې ورکول کېږي.
د څیړنېزو تجربو سربېره د هستوي او مورني تخمونه همداشان تولید، او د پاکولو، د لابراتوار د آزمایښت وروسته د کرنې محترم وزارت د مقام د طرزالعمل سره سم، د کرنیزو تخمونو دولتي شرکت آمریت او هغه خصوصي شرکتونه چې د بنیادي تخمونو د تولید جواز لري د ټاکل شوي بیې په بدل کې ویشل کیږي.
 د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو او اګرانومیکي کړنو چې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي له اصلي عواملو څخه دي، د ځمکې اصلاح هم د پرمختللو ماشینونو او ټیکنالوژیو پرمټ کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت