د میدان وردګو چک کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۳
د میدان وردګو چک کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې  

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د کرنیزو خدمتونو لوی مدیریت تر چتر لاندې، د سټارز مؤسسې د کارمندانو په همکارۍ او د خوراک او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ بزګرانو  ته د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو ۴۰۶ ونډې ووېشل شوې.
په دې وېش کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او ۵۰ کیلوګرامه توره سره ورکړل شوه. بزګرانو د دې مرستو ترلاسه کولو پر مهال زیاته خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت