د میدان وردګو ولایت سېلاب ځپلو سره د مرستې په پار ټینګار

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۰:۵
د میدان وردګو ولایت سېلاب ځپلو سره د مرستې په پار ټینګار

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د جلریز ولسوالی په یوشمېر کلیو کې سېلابونو بزګرانو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د چارواکو په خبره د جلریز په ولسوالی کې سېلابونه د خلکو ډېر کرنیزې ځمکې او بڼونه له منځه وړي او ډېر ځاني او مالي زیانونه یې خلکو ته اړولي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د جلریز ولسوالی کې ۳۰ تنه ژوند بایللي او ۴۰ نور بې درګه شوي دي
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو مؤسسو له مسوولینو غوښتنه کړې، چې ددې ولایت له سېلاب ځپلو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.
په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونه د مالي او ځاني زیانونو لامل شوي دي. د ا.ا.ا امارت په ځانګړې توګه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د سېلابونو د زیانونه مخنیوي ترڅنګ له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ اړینې مرستې وکړي، ترڅو د ناورین مخنیوی ووشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت