د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالی کې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو رغنیز بهیر وڅارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۵:۷
د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالی کې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو رغنیز بهیر وڅارل شو

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یو پلاوی د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالی د بېلابېلو سیمو د کچالو د ساتنې لپاره د صفر انرژۍ زېرمتونونو د جوړېدو چارې له نږدې وڅارل.
یاد پلاوی له هغو صفر انرژۍ زېرمتونونو لیدنه وکړه، چې د بادام او نخي درې موسا خېلو کلی کې فقیر محمد په نوم کس ته جوړېږي، چې د راپور له مخې شاوخوا ۶۵۰ فیصده د جوړېدو کارونه یې ترسره شوي او پاتې چارو یې لا هم دوام لري.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مشرتابه پلاوي د څارنې پر مهال څرګنده کړه، چې د یادو سړو خونو چارې په نسبي ډول ښه پرمخ روانې دي، خو ټینګار یې وکړ چې باید دا بهیر لا هم ګړندی، منظم او د تخنیکي معیارونو مطابق پرمخ یوړل شي.
همداراز، د یاد ریاست مسؤولینو له پروژې تطبیقوونکو شرکتونو، انجنیرانو او د سیمې له مسؤولینو سره د ګډو ناستو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو د پروژو کارونه باید پر وخت او په معیاري بڼه بشپړ شي، څو د کرنیزو حاصلاتو د خوندیتوب په برخه کې اغېزناک خدمت ترسره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت