د میدان وردګو ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۹:۱۳
د میدان وردګو ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

۳۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي خان محمد حقمل د میدان وردګو ولایت د کرنې د رییس په توګه وګمارل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
د ښاغلی حقمل د پېژندنې په مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د مقام د دفتر رییس مفتي محمد ظابط حارث او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو کډون درلود.
د میدان وردګو ولایت د مقام د دفتر رییس  په خپلو خبرو کې وویل، چې ادلون بدلون د اسلامي امارت په نظام کې د شریعت یو مهم اصل دی او د همدې بنسټ پر اساس مولوي خان محمد حقمل دمیدان وردګو ولایت د کرنې رییس وټاکل شو.
هغه ټینګار وکړ چې مسؤلین باید د شریعت د رهنمودونو او اداري اصولو پر بنسټ په اخلاص دندې ترسره کړي څو خلکو ته اغېزمن خدمتونه ورسوي.
دغه راز د میدان وردګو ولایت د مخکینی رییس مولوی نیاز محمد عابد کارونه او وړتیاوې وستایل او ترې نه مننه وکړه، چې د یاد ولایت دکرنې او مالدارۍ په برخه کې یې هلې ځلې کړي دي او ترڅنګ یې نوی رییس ته د ښه خدمت د توفیق غوښتنه وکړه.


رییس جدید زراعت ولایت میدان وردک معرفی شد
۳۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم ریاست‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان، مولوی خان محمد حقمل به حیث رییس زراعت ولایت میدان وردک گماشته شد و رسماً کار خود را آغاز کرد.
در مراسم معرفی آقای حقمل، رییس دفتر مقام ولایت میدان وردک مفتی محمد ظابط حارث و شماری از مقامات محلی حضور داشتند.
رییس دفتر مقام ولایت میدان وردک در سخنان خود گفت که تغییر و تبدیل یکی از اصول مهم شریعت در نظام امارت اسلامی است و بر همین اساس مولوی خان محمد حقمل به عنوان رییس زراعت ولایت میدان وردک تعیین شد.
وی تأکید کرد که مسئولان باید بر اساس رهنمودهای شریعت و اصول اداری با اخلاص وظایف خود را انجام دهند تا خدمات مؤثر به مردم برسد.
همچنان از کارکردها و توانایی‌های رییس پیشین ولایت میدان وردک مولوی نیاز محمد عابد قدردانی شد و از تلاش‌های او در بخش زراعت و مالداری این ولایت سپاسگزاری به عمل آمد و برای رییس جدید در انجام خدمت بهتر آرزوی موفقیت شد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت