د میدان وردګو سیدآباد کې د مڼو متراکم بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۴:۱۵
ایجاد باغ‌های متراکم سیب در سیدآباد میدان وردک

۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سټارزې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د سیدآباد ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو ته د مڼو متراکم بڼونه جوړوي.
دغه متراکم بڼونه په دې ولایت کې د مڼو د متراکمو بڼونو د دودولو په پار جوړېږي، ترڅو بڼوال د دغو بڼونو حاصلاتو ته په کتو نور بڼوال هم یادو بڼونو جوړولو ته لېوالتیا پیدا کړي دي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو متراکم بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.
باید وویل شي، چې د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست سربېره، چې د متراکمو بڼونو د دودولو په پار هلې ځلې کوی کروندګرو ته تصديق شوي نيالګي ورکوی، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت