د میدان وردګو دکرنې ریاست: واورین موسم کې وږو مارغانو ته د دانې شیندلو لړۍ پیل شو

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۴۴
د میدان وردګو دکرنې ریاست: واورین موسم کې وږو مارغانو ته د دانې شیندلو لړۍ پیل شو

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې يې د مارغانو د ملاتړ او ساتنې په موخه د خوراک د برابرولو لړۍ پيل کړې ده.

ياد ریاست وايي، له مارغانو د ملاتړ په موخه د خوراکي دانو دا لړۍ د دمرکزمیدان ښار اړوند قول هزاره سیمو کې پلي شوې ده..

دا اقدام دمیدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي خان محمد حقمل د لارښوونې پر بنسټ او د ژمي په سختو شرایطو کې دمرغانو د ملاتړ او ساتنې په موخه ترسره شو.

 د وروستیو واورو ورېدو له امله چې سیمې په بشپړه توګه تر واورو لاندې شوې دي او مرغانو ته یې د طبیعي خوړو د ترلاسه کولو زمینه محدوده کړې د کرنې وزارت په یوشمېر ولایتونو  کې دالړۍ پیل کړې ده.

ددغه پروګرام تطبیق یو اړین او پر وخت اقدام وبلل شو.د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوندو کارکوونکو د یادو سیمو د لیدنې پر مهال د مرغانو لپاره اړینې دانې په منظم او هدف مند ډول په بېلابېلو ځایونو کې وشیندلې تر څو د مرغانو د تلف کېدو مخه ونیول شي او چاپېریالي توازن وساتل شي.

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاپېریال ساتنې او وحشي ژوو د خوندیتوب پر ارزښت ټینګار کوي. او ژمنه کوي، چې د ژمي په موسم کې او دنامساعدو جویي شرایطو د دوام په صورت کې به د مرغانو او نورو ژوندیو موجوداتو دملاتړ دا ډول پروګرامونه دوام وکړي.د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام به دمیدان وردګ ولایت په نورو مختلفو ساحو کې هم پلي شي.

دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره د ځنګلي سيمو ترڅنګ مارغانو ته هم ځانګړې پام‌لرنه شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت