د میدان وردګو دایمیرداد کې ۵۰ مستحقو مېرمنو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو کڅوړې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۴۵
د میدان وردګو دایمیرداد کې ۵۰ مستحقو مېرمنو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو کڅوړې ووېشل شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام تر عنوان لاندې، د ډاکار مؤسسې له لوري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اقتصادي پیاوړتیا یو مهم پروګرام په بریالیتوب سره تطبیق شو، چې له مخې یې ۵۰ مستحقو او بې‌سرپرسته مېرمنو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو کڅوړې ووېشل شوې.
دغه پروګرام، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د دایمیرداد ولسوالی په کچه عملي شو، موخه یې د بې‌وزلو کورنیو ملاتړ، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د کورنیو د عایداتو زیاتوالی بلل شوی دی.
د مسؤلینو په خبره، د مرستې لپاره هغه ۵۰ مېرمنې د یوې شفافې سروې او هر اړخیزې ارزونې له لارې ټاکل شوې، چې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ وې او د دوامدار عاید مناسبې سرچینې یې نه لرلې.
د پروګرام له مخې، هرې مستحقې مېرمنې ته د چرګانو یوه بشپړه بسته ووېشل شوه، چې په کې ۲۳ قطعې هګۍ اچوونکي چرګان، د چرګانو لومړنۍ خوراکه، د ساتنې او روزنې اړوند ابتدایي لارښوونې، د مایکروبونو ضد درمل او د تقویې درمل شامل وو.
د یاد پروګرام مسؤلین وایي، هڅه کېږي څو مستحقې مېرمنې د چرګانو د روزنې له لارې دوامدار عاید ترلاسه کړي، د خپلو کورنیو د خوراکي اړتیاوو یوه برخه پوره کړي او په تدریجي ډول اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.
د مرستو د وېش بهیر د دایمیرداد ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت د سیمه‌ییزو مسؤلینو، د کلیو د مشرانو او د ډاکار مؤسسې د استازو په حضور کې په منظم، شفاف او عادلانه ډول ترسره شو. همداراز د مستحقینو بشپړ لست د مسؤلو کسانو له لوري ثبت او ترتیب شو، څو د شفافیت او حساب ورکونې اصل په سمه توګه مراعات شي.
سربېره پر دې، د مرستو ترلاسه کوونکو مېرمنو ته د چرګانو د ساتنې، تغذیې او د ناروغیو د مخنیوي په اړه لنډه روزنیزه ناسته هم وړاندې شوه، ترڅو هغوی وکولای شي له ورکړل شوو امکاناتو څخه په اغېزمنه او سمه توګه استفاده وکړي.
په پای کې مستحقو مېرمنو د کرنې ریاست او ډاکار مؤسسې له مسؤلینو څخه د ترسره شویو مرستو له امله مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکې کې هم ورته مرستندویه پروګرامونه دوام ومومي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۲
Background image

نورستان کې د وترنري کلینیکونو د معیاري کولو لپاره د عصري تجهیزاتو وېش؛ د مالدارۍ خدمتونه لا پیاوړي کېږي

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ او د «ډي‌آرسي» مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۵۷
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: زرمت ولسوالی کې ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه د څاڅکي اوبولګولو له لارې خړوبېږي

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي، د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي نورالله ممتاز، د سیندیزې حوزې رییس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د کرنیزو چارو عمومي مدیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

بازگشت