د میدان وردګو دایمیرداد کې شنې خونې جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱
د میدان وردګو دایمیرداد کې شنې خونې جوړېږي

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په دایمیرداد ولسوالی کې دافغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ یوشمېر بزګرانو ته د شنوخونو جوړولو ترڅنګ پر ۳۵ نورو بزګرانو د مېوو او سبو وچولو سیسټمونه وېشل کېږي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې پروژې په ترڅ کې به د دایمیرداد په ولسوالی کې ۱۰ شنې خونې جوړې او ترڅنګ یې ۳۵ بزګرانو ته د سبو او مېوو وچولو دستګاوې ورکول کېږي.
ددې پروژې موخه په دې ولسوالی کې د شنوخونو او د سبو او مېوو وچولو ماشینونو دودول، د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د سبو تولیداتو پراختیا او د ضایعاتو مخنیوی ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت