د ملگرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د اوبولګولو په برخه کې خپلې کړنې دکرنې له وزارت سره شریک کړل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۶
د ملگرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د اوبولګولو په برخه کې خپلې کړنې دکرنې له وزارت سره شریک کړل

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» چارواکو د اوبولګولو په برخه کې د دغه ادارې فعالیتونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان سره شریک کړل.
په دې ناسته کې مولوي باز محمد فیضان د کرنې وزارت او د «اف.اې.او» ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټولې پروژې باید د کرنې وزارت په بشپړه همغږۍ پلي او د وزارت لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي.
د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د چارواکو په وینا، یاده اداره د اوبولګولو په برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي او بېلابېلې پروژې یې د اوبو د سیستمونو د ښه‌والي، د باراني اوبو د مدیریت، فني روزنو او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه عملي کړې دي. همدارنګه، په کرنیزو چارو کې د حاصلاتو له راټولولو وروسته، په څو ولایتونو کې سړې خونې او ممېزخونې جوړې شوي دي.
د «اف.اې.او» د معلوماتو له مخې، نړۍوال بانک، اروپایي ټولنه، او د جاپان او انګلستان هېوادونه له هغو بنسټونو او هېوادونو څخه دي، چې له دې ادارې سره د تمویل او همکارۍ په چوکاټ کې د اوبولګولو او د اوبو د سرچینو د مدیریت بېلابېلې پروژې په افغانستان کې پلي کوي.
په همدې ډول، د اروپایي ټولنې لخوا د هلمند او کندهار ولایتونو د سیندونو د غاړو د تحکیم پروژه تمویل کېږي، او د جاپان او انګلستان هېوادونه هم د «اف.اې.او» په همکارۍ سره د اوبولګولو بېلابېلې پروژې په افغانستان کې عملي کوي.
د ننگرهار، لوګر، فاریاب، سرپل، تخار او غور ولایتونو د کانالونو او چکډېمونو د بیارغونې پروژې هم د ملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې تر مدیریت لاندې پلي کېږي.


شریک‌سازی فعالیت‌های سازمان خوراک و زراعت ملل متحد با وزارت زراعت در بخش آبیاری
۱۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد  FAO فعالیت‌های این سازمان را در بخش آبیاری با مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، شریک ساختند.
در این نشست، مولوی بازمحمد  فیضان بر هماهنگی بیشتر میان وزارت زراعت و سازمان یادشده تأکید کرده گفت که پروژه‌ها باید در هماهنگی کامل با وزارت زراعت تطبیق گردند و اولویت‌های این وزارت در نظر گرفته شود.
به گفته‌ی مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد این سازمان در بخش آبیاری فعالیت‌های چشم‌گیری داشته و پروژه‌های گوناگونی را در زمینهٔ بهبود سیستم‌های آبی، مدیریت آب‌های باران، آموزش‌های فنی و ایجاد فرصت‌های کاری برای مردم عملی کرده است. همچنان، در بخش زراعت پس از برداشت، سردخانه‌ها و کشمش‌خانه‌هایی را در چندین ولایت کشور ساخته است.
بر بنیاد معلومات  FAO، بانک جهانی، اتحادیه اروپا، و کشورهای جاپان و انگلستان از جمله نهادها و کشورهایی‌اند که در تمویل و همکاری با این سازمان، پروژه‌های مختلف آبیاری و مدیریت منابع آبی را در افغانستان تطبیق می‌کنند.
پروژه‌های بازسازی کانال‌ها و چکدم‌ها در ولایت‌های ننگرهار، لوگر، فاریاب، سرپل، تخار و غور از دیگر برنامه‌هایی‌اند که تحت مدیریت سازمان زراعت و غذا ملل متحد تطبیق می‌گردند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت