د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د جنوبي زون پلاوی د لوګر دکرنې ریاست چارواکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۵:۵۷
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د جنوبي زون پلاوی د لوګر دکرنې ریاست چارواکو سره وکتل

۲۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست چارواکو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د جنوبي زون پلاوي سره د همغږۍ په غونډه کې پر ه راړخیزو مواردو خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د لوګر دکرنې ریاست چارواکو ددې ولایت د ولسونو ستونزې او غوښتنې له یادو چارواکو سره شریکي کړل او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د پروژو په پلي کولو کې د همغږۍ ډاډ ورکړ او دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو وغوښتل، چې په دې ولایت کې د لازیاتو پروژو د پلي کولو غوښتونکي شول.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د جنوبي زون پلاوي په دې ولایت کې د لا زیاتو مرستو او د پروژو په پلي کولو کې د همغږۍ ډاډ ورکړل.
باید وویل شي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د کرنې وزارت سره په همغږۍ دهېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پروژې پلي کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت