د مالي او اداري معینیت د ریاستونو د پلان او راپورونو وړاندې کولو په پار غونډه دائره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۲:۵۳
د مالي او اداري معینیت د ریاستونو د پلان او راپورونو وړاندې کولو په پار غونډه دائره شوه


۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریاستونه مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي ته د روان کال لپاره د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړل.
مالي او اداري مرستیال د اړوندو ریاستونو د پلان او کاري راپور تر اورېدو وروسته دوی ته سپارښتنه وکړه، چې په خپل ټول توان سره دې کار وکړي، ترڅو دکرنې وزارت خپلو ټاکل شویو موخوته ورسېږي.
مولوی فضل الباري فضلي په دې غونډه کې د یاد معینیت تر چتر لاندې ریاستونو چارواکو ته د بودیجې منظورۍ او ددې وزارت د پلانونو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «باید خپلې موخې او پلانونه داسې ترتیب کړئ، چې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په پار دکرنې وزارت سره همکاري او مرسته وکړي، له مخکینیو تجربو څخه په ګټنې سره ددې وزارت د چارو د لاښه والي په پار کار واخلئ.»
په همدې حال کې د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریاستونه په دې غونډه کې د بېلابېلو پرزنټېشنونو په وړاندې کولو سره خپلې لاسته راوړنې، ننګونې او وړاندیزونه وړاندې کړل او یادو برخو ته د مشرتابه د پاملرنې غوښتونکي شول.
مالي او اداري مرستیال د ستونزو او حل لارو له اورېدلو وروسته د تېرو تجربو پر بنسټ د بزګرانو او مالدارانو لپاره د خدمتونو په ښه کولو او د اغېزمنو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.


برگزاری جلسه گزاش‌‌دهی و اراییه پلان‌ ریاست‌های معینیت مالی و اداری 
۱۵ جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش
ریاست‌های تحت اثر معینت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری گزارش‌ کارکرد‌ها و دستاورد و پلان‌های کاری شان برای سال جاری را به  مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری اراییه کردند.
معین مالی و اداری پس از استماع گزارش کاری و پلان‌ ریاست‌های مربوطه به آنها هدایت داد که  تمام توان خود را به خرچ دهند تا وزارت زراعت به اهداف تعین شده نایل گردد.
مولوی فضل الباری فضلی در این جلسه به مسوولان ریاست‌های تحت اثر از منظوری بودیجه و پلان‌های این وزارت سخن زده و افزود" باید پلان‌ها و فعالیت‌های خویش را طوری ترتیب نماید که وزارت زراعت را در رسیدن به اهدافش کمک نماید و از تجارب قبلی آموخته و در بهبود امور این وزارت استفاده نماید.
در همین حال ریاست‌های تحت اثر معینیت مالی و اداری در این جلسه طی پرزنتیشن های جداگانه گزارش دستاوردها، چالشها و پیشنهادات خود را ارایه کرده و خواستار توجه رهبری به آن شدند.
معین مالی و اداری پس از استماع چالش‌ها و راه حل ها تاکید بر بهبود امور خدمت رسانی و ارایه خدمات چشم گیر برای دهقانان و مالدارن  بر اساس تجارب گذشته کرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۲۲
Background image

د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس توکي ووېشل شول

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو په ولسوالی کې د خوراکي توکو د پروسس د ملاتړ په موخه، ۲۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د پروسس ځانګړي کیټونه ووېشل شول.
یا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۱۰
Background image

کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
Background image

ختیځ زون کې په مېوه لرونکو ونو نږدې یو میلیونه زخي تثبیت او براورد شوي

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او دمالدارۍ ریاست د تخمونو تصدیق د ورکړې امریت کارکوونکو له لورې د ختیځ زون (ننګرهار، کونړ او لغمان ) ولایتونو کې. . .

بازگشت