د مالدارۍ سکټور ته لومړيتوب ورکول کېږي

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۵:۸
د مالدارۍ سکټور ته لومړيتوب ورکول کېږي

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري وایي، چې په تېرو کالونوکې د هېواد مالدارۍ سکټور ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده، خو تر دې وروسته د وزارت په کاري لومړیتوب کې یاد سکټور ته ځای ورکول کېږي.
ښاغلی امیري نن په هغه غونډه کې، چې د حیواني روغتیا او مالدارۍ لوی ریاست نوی رییس په توګه د نورجان ځاځی د پېژندې په موخه جوړه شوې وه، وویل، چې د مالدارۍ سکټور د پراختیا او پرمختیا په پار ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به په هېواد کې یوه لویه ملي پروژه په لاره واچول شي. هغه دغه راز وویل، چې سږني وچکالي به د مالدارۍ سکټور زیانمن کړي، خو دکرنې وزارت د بېلابېلو برنامو په لاره اچولو سره هلې ځلې کوي، چې د مالدارۍ پر سکټور د وچکالۍ منفي اغېزې کم کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت