د لوګر څرخ کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سر بند رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۹
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د څرخ ولسوالی اړوند د ډبر په سیمه کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه سربند رغنیزې چارې د کرنې ریاست او سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوی دی.

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د څرخ ولسوالی اړوند د ډبر په سیمه کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه سربند رغنیزې چارې د کرنې ریاست او سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوی دی.
د لوګر دکرنې ریاست وایي، چې د خواجه علی او رحیم علي سربند، چې د څرخ ولسوالی اړوند ډبر په سیمه کې جوړېږي، کولای شي څه باندې ٨٠٠ هکتاره ځمکه خړوبه کړي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ريیس مولوي عبدالرؤف  سعید وایي، چې دغه پروژه د کرنې او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه د نږدې ٥ میلیونه افغانیو په لګښت، تر راتلونکي پنځو میاشتو بشپړېږي.
ښاغلي سعید زیاتوي، چې په یاده پروژه کې د ٣٦ متره په اوږدوالي سربند، ٢١٠ متره، استنادي دېوال، ٧٤ متره کانال او دوه دروازې شامل دي، چې ترې شاوخوا اته زره کسانو به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کړي.
ورته وخت کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور او د څرخ ولسوال مولوي میرهاشم حزب الله د یادې پروژې د چارو پیل مبارکي د سیمې اوسېدونکو ته وړاندې او ترڅنګ یې ورته پروژې یې د اوبو د مدیریت برخه کې خورا مهمې یادې کړې.
دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو رییس مولوي زین الدین حسام وویل؛ چې د ځمکو د خړوبولو او ځمکې لاندې اوبو د تقویې په موخه یاد وزارت ورته نورې پروژې هم تر کار لاندې لري.
د یادې پروژی چاری په داسی حال کې پیل شوی، چې له دې وړاندې په دغه ولایت کې سلګونه اړمنو کاریګرو ته د کانالونو پاکولو او په اساسي توګه جوړولو پروژو کې د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت