د لوګر محمدآغې کې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال د بادامو بڼ جوړ شوی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۹:۲۹
د لوګر محمدآغې کې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال د بادامو بڼ جوړ شوی

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د محمدآغې په ولسوالی کې د بادامو پنځه جریبه بڼ ته دڅاڅکي اوبوخور سیسټم جوړ شوی دی.
د لوګر دکرنې ادارې چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د څاڅکي اوبوخور سیسټم ډېر ګټور دی، ځکه په دې ولایت کې ډېر اوبه شتون نه لري، په کرنه او بڼوالۍ کې د اوبو مدیریت د کرکیلې او بڼوالۍ کې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل کېږي.
باید وویل شي، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د «کرنیزو محصولاتو د بازراموندنې» پرورګرام (AMP) په همکارۍ د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالی کې د څاڅکي په سیسټم سمبال ۳۵ جریبه نور بڼونه هم جوړ شودي دي.
لوګر یو حاصل خېز ولایت دی، چې د بڼوالۍ ترڅنګ په کې د پیاز، کچالو، رومي بانجان او توربانجانو کرکېله کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت