د لوګر محمدآغه کې یوشمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۱۸
د لوګر محمدآغه کې یوشمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «آر،آر،اې،اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د محمدآغې ولسوالی پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
د دغو مرستو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د محمدآغې ولسوالی ولسوال مولوی محمد ایوب خادم د کرنی مدیریت کړنې وستایل او د یادې مؤسسې له مسولینو نه یې د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته په خطاب کې وویل کومه مرسته چه تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم خپلو مالونو ته ورکړئ.
دلوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې ددې پروسې په لړ کې هر مالدار د څاریو ۲۰۰کیلوګرامه خوراکي توکي او منرال خښتې ترلاسه کړي دي.
د دوی په ټکو دغه پروګرام په پکتیکا کې د مالدارانو د لاس نیوی، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالي په خاطرترسره شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتوتغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وزو، وري او غوا په چاقولو کې به اساسي رول ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت