د لوګر د کرنې رییس یو شمیر بزګرانو او پانګوالو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۰:۲۶
د لوګر د کرنې رییس یو شمیر بزګرانو او پانګوالو سره وکتل

 د لوګر ولایت د مرکز پُل علم په ګډون د برکي، محمدآغې او څرخ ولسوالیو بېلابطلو سیمو بزګرانو او د رومي بانجانو پانګوالو د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له رییس مولوی سیدامین هاشمي سره وکتل.
د راغلو بزګرانو او پانګوالو په استازولی څو تنو خبرې وکړې او د اړوندو سیمو د کروندګرو ستونزې او غوښتنې یې د کرنې او مالدارۍ ریاست له مسؤولینو سره شریکې کړې.
یو تن بزګر په خپلو خبرو کې وویل، چې سږ کال په دغه ولایت کې د رومیانو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه دی خو نرخونه یط چندان ښه ندي، د یاد ریاست له مسؤولینو یط وغوښتل، تر څو د رومیانو پلور ته د هېواد دننه او بهرنیو هېوادونو کې د پلور بازار برابر کړي.
د لوګر دکرنې او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي د راغلو بزګرانو او پانګوالو ستونزې واورېدې او ویې ویل، چی د دوی ستونزې او غوښتنې به د کرنې او مالدارۍ وزارت له مشرتابه سره شریکط کړی او هڅه کوی چې ورته د حل لار ولټوی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت