د لوګر د کرنې ریاست: لوګر کې د نورو کرنو ترڅنګ د پُمبې کرکیله هم ښه حاصل ورکوی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۳:۰
د لوګر د کرنې ریاست: لوګر کې د نورو کرنو ترڅنګ د پُمبې کرکیله هم ښه حاصل ورکوی

۳۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نورو کرنیزو توکو ترڅنګ پنبه هم ښه حاصل ورکوي او په دې وروستیو کې یوشمېر بزګران پنبې کرکیلې ته لېوال شوي دي.
د لوګر دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره عبدالفهیم چې د مرکز پُل علم اوسیدونکی دی پر ۲۱ جریبه ځمکه د آزمایښت په توګه پُمبه کرلی خوښ دی، چې آزمایښت یی ښه پایله ورکړی.
 د هغه په خبره په لوګر کې یو جریب ځمکه ۸۰ تر ۹۰ منو حاصل ورکوی له مسؤولینو غواړی ترڅو دپُمبې دپروسس ماشنیری برخه کې ورسره مرستې وشي. 
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په داسې حال کې چی د یاد ریاست د کرنیزو جوپړونو او د عوایدو آمرینو یی هم ملتیا کوله د پُمبې له کرکیلې څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په لړ کی یې د دغه بزګر لوړ اقدام وستایه او د هر راز مرستو ډاډ یی ورکړ، دکرنیزو چوپړونو آمر محمدرفیع ابراهیمي وایي لوګر ولایت د ښې هوا او مناسبې خاورې په درلودلو سره د هر بوټي په ځانګړې توګه د پُمبې کرکیلې لپاره مناسب ځای دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت