د لوګر دکرنې رییس د محمدآغې ولسوالی له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۱:۴
د لوګر دکرنې رییس د محمدآغې ولسوالی له چارواکو سره وکتل

٢٧ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٨ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي ددې ولایت دمحمدآغې ولسوالی  له چارواکوسره وکتل.
دغه ناسته چې، دمحمدآغې ولسوالی په مقام کې جوړه شوی وه، پکې د لوګر د کرنې رییس سربېره د محمدآغې ولسوال مولوی میرهاشم حزب الله، د امنیې قومندان، د استخباراتو او کرنیزو چوپړونو مدیرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې له چارواکو سره د عشر اوزکات راټولولو کاري طرزالعمل شریک او پرې هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
د یادولو وړ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسؤولینو له خوا په جوړه شوې طرحه کې د عشر اوزکات راټولول د تېر په څېر په ولایاتوکې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست دنده ده، په همدې موخه په مرکز او ولسوالیو کې به مدیره پلاوی، چې په رأس کې به یی ولسوال وی ترې څارنه کوی.
باید وویل شی د لوکر د کرنې،مالدارۍ عشر او زکات ریاست له لوری په هره سیمه کې د عشر او زکات ټولولو مسؤولین ټاکل شوي، تر څو ولسونه یادوکسانو ته عشر او زکات پر خپل وخت وسپاري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت