د لوګر دکرنې رییس د عشر او زکات له کارکوونکو سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۲:۶
د لوګر دکرنې رییس د عشر او زکات له کارکوونکو سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه 

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په داسې حال کې چې د عشر او زکات او د عوایدو د تنظیم او محاسبې آمرینو هم شتون درلود د مرکز پُل علم او ولسوالیو له کارکوونکو سره د همغږۍ ګډه ناسته تر سره کړه.
 دغه ناسته چی د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په مقام کې جوړه شوې وه د لوګر د کرنې رییس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مرکزي ادارې او د ولسوالیو کارکوونکو ته وویل، چې په کړنو کې د همغږۍ سربېره له امانتدارۍ، صداقت او عدالت څخه کار واخلي همدا راز یې د کړنو لا چټکتیا اړوند لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د عشر اوزکات آمر مولوی عبدالحکیم عمار هم د خبرو په لړ کې کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې د دندو د لایحې مطابق دې خپلې ورځنۍ کړنې برابرې کړي.
په همدې حال کې د عوایدو د تنظیم او محاسبې آمر قاري عبدالبصیرشاهد هم خبرې وکړې عواید یې د دولت د بقا او پایښت لپاره یو له مهمو ارکانو څخه وبلل او زیاته یې کړه، چې باید د عوایدو په راټولولو کې له پوره روڼټیا کار واخیستل شي. 
دغه راز په دې غونډه کې د عشر او زکات او د عوایدو د تنظیم او محاسبې آمریتونو ادارې او د ولسوالیو کارکوونکو خپلې شته ستونزې او ننګونې له مسؤولینو سره شریکې کړې چې دوی ته د حل ډاډ ورکړل شو.
باید وویل شي، چې دغه ناسته په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۲ه.ش کال له پیل څخه تر دی دمه له بېلابېلو څانګو څخه ۱۸ میلیونه عواید راټول او د بانګ له لارې یې په منظم ډول د امارت عوایدو ته جمع کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت