د لوګر دکرنې ریاست: محمد آغې کې د بزکرانو، بڼوالو او مالدارانو روزنه روانه ده

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۲:۳۲
د لوګر دکرنې ریاست: محمد آغې کې د بزکرانو، بڼوالو او مالدارانو روزنه روانه ده

۲۳ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دلوګرولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍریاست په هڅو د همکارو موسسوپه مالي ملاتړ دمحمدآغې ولسوالۍځینو بزګرانو، بڼوالو اومالدارانو ته روزنې پیل کړې، چې اوس هم دوام لري.
به یادو روزنیزو پروګرامونو کې ګډونوالو ته دHRDA او DCA موسسو تخنیکي ټیمونو له لوري د غنمو،جوارو او سبو د ناروغیو مخنیوی،کنټرول،د لبنیاتوپروسس او ونو دبېلابېلو ناروغیو له منځه وړلو اړوند لازمې لارښونې کېږي.
ددې پروګرامونو موخه بزګرانو ته عامه پوهاوی ښودل شوې ترڅو، یې په حاصلاتو کې زیاتوالۍ راشي او د خرڅلاو په پار بازار ته لار ومومي.
د روزنې ګډونوالو دلوګر دکرنې اومالدارۍ ریاست له هڅود خوښی ترڅنګ له مسؤولینو وغوښتل ترڅو د عامه پوهاوی په برخه کې دوی ته دا شان روزنې لا زیاتې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت