د لوګر خروار کې۲۰۰ مالدارانو سره د نغدو پیسو مرستې وشوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۰:۱۴
د لوګر خروار کې۲۰۰ مالدارانو سره د نغدو پیسو مرستې وشوې

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپآره د هالنډ کمېټې په مالي او د «CRI» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د خروار ولسوالی له ۲۰۰ مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار د نغدو پیسو مرستې وکړې.
ددې مرستې په ترڅ کې یاد ۲۰۰ مالدارانو هر یوه ته د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار ۲۵۵۰افغانۍ ورکړل شوي دي.
په ورته مهال د سیمې مالدارانو او کوچیانو له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت