د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د څارویو التراساونډ معاینات پېلېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۱۵
د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د څارویو التراساونډ معاینات پېلېږي

په ننګرهار کې د لر سپین غر د کرنې او مالدارۍ خصوصي  شرکت د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د څارویو الټراسانونډ(ټلویزیوني معاینې) ماشینونه وارد کړي؛ ترڅو د څارویو د ناروغیو تشخیص وشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د لر سپین غر شرکت له لورې دمالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره څارویو الټراساونډ نوي ټکنالوژي وارد کړېده چې د څارویو دداخلي ناروغیو دقیق تشخیص په برخه کې ګتور تمامیدلي شي.
ښاغلي محسن وویل نن عملآ د ختیځ زون ۶۰ تنو وترنر ډاکترانو ته ددې ټکنالوژي د استعمال په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
نوموړې وترنر داکترانو او د شرکت مسؤلینو ته ددې ډول معایناتو د دودولو او لري پرتو سیمو مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو سپارښتنې وکړې. .
د لر سپین غر شرکت مسؤل استاد توحید علي عظیمي وویل یاده ټکنالوژي د اروپایي هېوادونو دمالدارۍ په فارمونو کې کارول کېږي، چې د افغانستان دګاونډ په ځینو هېوادونو کې هم نشته.
نوموړې وویل د اوس لپاره یي په ختیځ کې وترنر ډاکترانو ته روزنه پیل کړي ده او هڅه کوي دا لړۍ ټول افغانستان ته وغځوي.
ښاغلي عظیمي وویل ددې ټکنالوژۍ په ترویج به د څارویو د داخلي ناروغیو په تشخیص او ځینو نورو برخو کې د داکترانو سره  مرسته وکړي؛ ترڅو دڅارویو ښه درملنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت