د لغمان ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۵۸
د لغمان ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

د لغمان ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د لغمان ولایت تخنیکي پلاوي ددې ولایت  دمرکز اړوند کله کوټ او دقرغیو ولسوالی اړوند اغراباد سیمو ته سفر وکړ او دکله کوټ د (58.311) جریبه استرداد شوې ځمکې داجارې ورکونې د بیې ایښودنې او دغه راز د قرغیو ولسوالی اړوند داغراباد سیمې غصب شوې ځمکې د بررسۍ لپاره له یادو  سیمو څخه لیدنه وکړه.
باید وویل شي، چې د لغمان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت