د لغمان علینګار کې د وټرنرۍ کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۱:۵۳
د لغمان علینګار کې د وټرنرۍ کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې مالدارانو ته د چوپرړتیاوو وړاندې کولو او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور د ودې او خوندیتوب د هلوځلو په دوام د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي  همکارۍ ددې ولایت علینګار ولسوالی کې د څآرویو کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
ددې کلینیک په پرانیست غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر جواد علیزاده، دعلینګار ولسوالی د کرنیزو چارو دترویج مدیر قاري محمدشریف، قومي مشرانو، مالدارانو او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې استازو او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د لغمان دکرنې ریاست وویل، چې یو کس ته د شپږو میاشتو لپاره د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده. 
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي دغه راز وویل، چې د یاد کلینیک لپاره اړینې توکي هم ورکړل شوې،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت