د لغمان علیشنګ کې د چکډیم جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوې
٢١ وری ۱۴۰۳ه.ش
٣٠ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه د چک ډېمونو جوړولو چارې پیل شوي دي، چې رغنیزې چارې یې په بشپړېدو دي او په نږدې ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د لغمان ولایت د علیشنګ په ولسوالی کې د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډیم جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.
دلغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل او د دې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن د علیشنګ ولسوالی د مصطفی کلي د چک ډېم د جوړېدو پروژې له چارو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل:"د دغه چک ډېم د رغنیزې چارې نوي سلنه تکمیل شوي، چې په نږدې ورځو کې به یې پاتې چارې هم بشپړې او د دې سیمې خلکو ته به گټې اخیستنې ته وسپارل شي."
یاد چکډیم به د اوبو د سطحې په لوړوالي کي ګټور تمام شي او تر ډېره حده به د یادې سیمې د اوبو ستونزه هواره او یوشمېر خلکو ته په کې دکار زمینه هم برابره شوې ده.