د لغمان د کرنې ریاست کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سمینار دائر شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۹:۵۳
د لغمان د کرنې ریاست کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سمینار دائر شو

د کرنې وزارت د اراضۍ، بشري سرچینو، طبیعي زېرمو، مالي او حسابي، عشر او زکات، ترویج او مالدارۍ ریاستونو متخصصینو د لغمان د کرنې ریاست کارکوونکو ته د پلانونو د تطبیق او چمتو کولو او د هغوی د وړتیالوړونې په موخه دوی ته روزنیز پروګرام په لاره واچول.
په دغه پروګرام کې د فعالیتونو، اړتیاوو، ستونزو، د پروژو د تطبیق، د کارونو د پرمختګ، د ځنګلونو او طبیعي زېرمو د ساتنې، د عشر او زکات راټولولو او د مسلکي کسانو د ګمارنې په اړه دوی ته معلومات ورکړل شول.
دغه راز د دغو کارپوهانو له خوا د لغمان د کرنې ریاست اړتیاوې هم ولیکل شوې، چې باید ورته رسېدنه وشي.
دغه پلاوي د کرنې وزارت د مشرتابه په لارښوونه لغمان ولایت ته سفر کړی ترڅو د دغه ریاست فعالیتونه له نږدې وڅېړي او اړتیاوې یې په ګوته کړي، ترڅو اړتیاوو او ستونزو ته یې رسېدنه ووشي.

سمینار ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست زراعت ولایت لغمان  دایر شد 
متخصصان ریاست های اراضی، منابع بشری، منابع طبیعی، مالی و حسابی، عشر و زکات، ترویج و مالداری وزارت زراعت برای کارمندان اداره زراعت لغمان در مورد تطبیق و‌ تهیه پلان‌ها و بلند بردن سطح آگاهی شان برنامه آگاهی راه اندازی نمودند. 
در این برنامه پیرامون فعالیت ها، نیازمندی ها، مشکلات، عملی سازی پروژه ها، پیشرفت کارها، حفاظت از جنگلات و‌ منابع طبیعی، جمع آوری عشر و زکات و استخدام افراد مسلکی معلومات ارائه گردید.
همچنان نیازمندی های اداره زراعت لغمان از سوی این متخصصان یاد داشت گردید تا به آن رسیدگی شود.
این هیئت بر اساس هدایت رهبری وزارت زراعت به ولایت لغمان سفر نموده اند از نزدیک فعالیت‌های آن اداره را ارزیابی نموده ‌ و نیازمندی‌های آن  تشخیص گردد تا به آن رسیدگی صورت گیرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت