د لغمان دکرنې رییس یوشمېر نباتي او حیواني درمل پلورنکو سره وکتل
۱۱ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کارپه دفتر کې د مرکز مهترلام ښار یو شمېر نباتي او حیواني درمل پلورونکو سره چې د دوی چارې دکرنې وزارت د اصولو مطابق نه وو ناسته وکړه.
دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد راغلو درمل پلورونکو هټیوالو ته وویل، چې دنباتي او حیواني درمل پلورونکي شخص باید د کرنې او وټرنرۍ پوهنځۍ څخه فارغ او مسلکي وي، نباتي درمل پلورنځۍ دې د حیواني درملتونو ،خوراکي توکوڅخه لري او په جلا مارکېټ کې وپلورل شي، ځکه چې نباتي درمل اکثره زهرجن خاصیت لري، چې ورسره د انسانانو روغتیا متضرره کېږي. همداراز ادویه جات باید تاریخ تېر نه وي ځکه چې د نباتاتو د وچیدو او حیواناتو د مړینې سبب ګرځي. د دې سربیره یې دوی ته سپارښتنه وکړه چې داصولو مطابق خپل درملتونونه عیار کړي.
په ورته مهال یادو درمل پلورونکو کرنې ییس ته ډاډ ورکړ چې داصولو مطابق به خپلې پلورنځۍ برابروي.