د لغمان دکرنې رییس د بادپښ ولسوالی دکرنې ادارې له کارکوونکو سره وکتل
۷ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او ورسره مل پلاوي بادپښ ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د دې ولسوالی د کرنیزوچارو،عشراوزکات او ځمکوالۍ چارو مسؤلینو او کارمندانو سره د چارو دښې همغږۍ او د دوی ستونزو او غوښتنو د اوریدو په پار ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې دبادپښ ولسوال قاري نورګل دلاور، دولسوالۍ مرستیال، امنیه قوماندان او علماوشورا مسؤلینو هم حضور درلود.
په یاده ناسته کې د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد دیادو کارکوونکو دترسره شوو فعالیتونو ارزونه وکړه او دوی ته په خطاب کې وویل: «په خپلو دندو کې یو له بل سره همغږي شئ، په وخت دندو ته حاضر او د غیرحاضري څخه ځانونه وساتئ، د ولسونو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړئ، او کارونه یې په وخت پرته له خنډ او ځنډ سره ترسره کړئ.دعشر اوزکات مسوولین دې د عشر اوزکات د راټولولو پرمهال له ولسونو سره له نیک چلند څخه کار واخلئ».
په ورته مهال د بادپښ ولسوالی د کرنې کارکوونکو خپلې شته ستونزې او غوښتنې د کرنې له رییس سره دحل په موخه شریکې کړې، چې د ادارې د رییس له لورې دوی ته دحل ډاډ ورکړ شو.