د لغمان دکرنې رییس د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې ولایتي مسوول سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۹
د لغمان دکرنې رییس د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې ولایتي مسوول سره وکتل

دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن دخپل کار په دفتر کې د اکشن اېډ مؤسسې ولایتي مسؤل روح الله درویش او د دې مؤسسې د مرکزي څانګي کارکوونکی مخلص سره وکتل.
په دې کتنه کې دیادې مؤسسې مسؤلینو د مؤسسې په تېرو فعالیتونو او  نویو برنامو رڼا واچوله او د لغمان دکرنې رییس څخه یې مننه وکړه، چې تل یې دوی سره دفعالیتونو په تطبیق کې همکارۍ او لازمې سپارښتنې کړي دي.
په ورته وخت کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن دوی ته  د چارو په تطبیق کې د همکاریو ډاډ ورکړ او له دوی څخه مننه وکړه، چې دلغمان د کرنې ریاست سره په تفاهم او ښې همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت