د لغمان دوو ولسوالیو کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۵:۴
د لغمان دوو ولسوالیو کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

۱۴ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د علینګار او علیشنګ ولسوالیو پر هغو ۷۰ مالدارانو چې تر دوې وړاندې د ډاکار مؤسسې له خوا ورته وزې ورکړل شوي ؤ، د یادو څارویو د سالمې تغذیې په پار پر دوی د څارویو خوراکي توکي او درمل وېشل کېږي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه کنجاړه، ۵۰ کیلوګرامه بور، یو کیلوګرامه منرالي پوډر، سل سي سي د چنجیو وژونکی درمل او ۹۰۰ ګرامه د رشقې تخم ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د بې وزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت