د لغمان دوو ولسواليو کې پر نږدې ۲۵۰۰ بزګرانو د سبو اصلاح شوې تخمونه ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۹:۴
د لغمان دوو ولسواليو کې پر نږدې ۲۵۰۰ بزګرانو د سبو اصلاح شوې تخمونه ووېشل شول

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو دکرنې او خوړو نړيوالې ادارې "FAO" په مالي او د (Action Aide) مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د علي شنګ او علينګار ولسوالی پر ۲۴۲۰ کروندګرو په کورنيو بڼګيو کې د سو کرکيلې په پار پر دوی د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
په دغو وېشل شويو تخمونو کې د کرم، بانجان، پیاز، لیړو، ګلپي، شلغم، مرچک او رومي بانجانو تخمونه شامل دي.
 دغه راز  د همدې پروژيدې له لارې یو عدد بیلچه، یو عدد کشک او یو عدد رمبۍ د بزګري د کارونو د پرمخ بیولو لپاره هم پر دوی وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت