د لغمان باباصاحب په شنوخونو کې د بادرنګو حاصلات زیات شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۳:۱۷
د لغمان باباصاحب په شنوخونو کې د بادرنګو حاصلات زیات شوي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق 
دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس د مرکز اړوند باباصاحب په سیمه کې دبادرنګو له شنوخونو څخه لیدنه وکړه. په دې څارنه کې د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن سره د کرنیزوچارو امر انجینربریالی همدرد ملتیا کوله د لغمان د مرکز اړوند د باباصاحب په سیمه کې د بادرنګو دتولید شنوخونو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د لغمان دکرنې رییس دشنوخونو مالکانو څخه د بادرنګو دحاصلاتو دکمیت او کیفیت ارزونه ترسره او د دوی ستونزې او غوښتنې یې هم واوریدې او دحل ډاډ ورکړ.
په ورته مهال دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وویل چې په دغه سیمه کې ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکه د کرنې ریاست له خوا بادرنګو د شنوخونو لپاره په اجاره ورکړل شوې، نوموړي زیاته کړه چې شاوخوا ۱۵۰۰ کاریګر په دې شنو خونو کې په کار بوخت دي.
همداراز هغه وویل، چې د شنوخونو دمالکانو د معلوماتو او دکرنې ریاست د ارزونې په اساس د تېر کال په پرتله سږ کال د دشنوخونو کې د روزل شوو بادرنګو حاصلات شپیته سلنه زیات شوي دي.
بلخوا د شنوخونو مالکان د بادرنګو سږني حاصلاتو څخه راضي وو دوی له کرنې وزارت څخه وغوښتل چې بهرنیو هېوادونو مارکیټونو ته دبادرنګو دصادرولو لپاره زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت