د لغمان الینګار کې پر بزګرانو د روب جوړولو توکي ووېشل شوې  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۲
د لغمان الینګار کې پر بزګرانو د روب جوړولو توکي ووېشل شوې  

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د  ډاکار مؤسسې له لورې ددې ولایت د الینګار ولسوالی ۲۰  تنو بزګرانو ته د روب جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د  ډاکار دفتر په همکارۍ ددې ولایت  په الینګار ولسوالی کې ۲۰ تنو بزګرانو ته د روب جوړولو وسایل ورکړل شوي دي.
په یادو توکو کې هر بزګر ته څلور قلمه توکې چې، په کې یو عدد د کوفتې ماشین، یو عدد پلایستیکي طشت، یو درجن پلاستیکي بوتل او یو عدد چاقو شامل دې ورکړل شوي دي.
وړاندې تردې هم یادو بزګرانو ته د سبو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د ډېر حاصل ترلاسه کولو په پار ورکړل شوې وه.
دغه راز بزګرانو ته د روب جوړولو،  محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی،  بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت