د لرګیو د اغېزمنې کارونې او د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۹:۴۸
د لرګیو د اغېزمنې کارونې او د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په پار غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د مرستیالانو او مسؤلینو په ګډون د لرګیو د اغېزمنې کارونې او د ځنګلونو د ساتنې په پار غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، مولوي بازمحمد فیضان، د مالیې وزارت مرستیال، مولوي دوست محمد مخلص، د کورنیو چارو وزارت مرستیال، مخدوم مولوي عبدالحق، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد، د کرنې وزارت د ځنګلونو د تنظیم رییس، ملا سراج الحق میرویس ذاکري او د ځنګلونو د ساتنې د زرغون قطعې لوی قوماندان، حاجي عبدالحلیم یاسین حضور درلود، په ترڅ کې یې د کونړ ولایت د لرګیو صنعتکارانو د فعالیتونو او د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په اړه خبرې اترې وشوې.
په یاده غونډه کې هغه پلاوی، چې د کابینې د مصوبې له مخې د لرګیو د پروسس او د ځنګلونو د ساتنې او ارزونې لپاره ګمارل شوی و، ددې موضوع په اړه خپل مفصل راپور وړاندې کړ، چې د غونډې په ترڅ کې دیاد راپور هر اړخیزه ارزونه وشوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په پار پراخې هڅې کړې دي.

برگزاری جلسه‌ای پیرامون استفاده موثر از چوب و احیا و حفاظت از جنگلات
جلسه‌ای  در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور معینان و مسئولان وزارت‌های مالیه، امور داخله، صنعت و تجارت پیرامون استفاده موثر از چوب و حفاظت از جنگلات برگزار گردید.
 در این جلسه که با حضور مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی دوست محمد مخلص، معین وزارت مالیه، مخدوم مولوی عبدالحق، معین وزارت امور داخله، مولوی احمد الله زاهد، معین وزارت صنعت و تجارت، ملا سراج الحق میرویس ذاکری رییس تنظیم جنگلات وزارت زراعت، حاجی عبدالحلیم یاسین قمندان عمومی قطعه سبز محافظت از جنگلات و مشاورین وزارت زراعت برگزار شد، پیرامون چگونگی فعالیت صنعت‌کاران چوب و حفاظت و احیای جنگلات در ولایت کنر بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این جلسه، هیئتی که مطابق مصوبه کابینه برای بررسی پروسس چوب و حفاظت از جنگلات توظیف شده بودند، گزارشی مفصل پیرامون این موضوع ارائه دادند که در جلسه مورد بررسی قرار گرفت.
 وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در راستای حفاظت و احیای جنگلات تلاش‌های زیادی را انجام داده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت