د قوش‌تېپې کانال د تخنیکي چارو د پرمختګ ارزونه وشوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۵۸
د قوش‌تېپې  کانال د تخنیکي چارو د پرمختګ ارزونه وشوه

د قوش‌تېپې کانال د تخنیکي چارو د پرمختګ د ارزونې تخنیکي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ جوړه شوه. په دې غونډه کې د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي ریاست رییس حاجي ابراهیم حکمت، د چارو ادارې مرستیال مولوي محمود شاه او د اوبو او انرژۍ، کرنې او ټولګټو چارو وزارتونو او د ملي پراختیا شرکت ځینو مسئولینو او متخصصینو ګډون کړی و.  
په دې غونډه کې د کرنې وزیر د دې سترې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ، د قوش‌تېپې کانال د لومړي او دویم فاز پرمختګ یې د پام وړ وباله او څرګنده یې کړه، چې د محدودو امکاناتو سره سره، کارونه معیاري پر مخ روان دي او پاتې چارې به هم په چټکۍ سره دوام وکړي. نوموړي د پروژې د راتلونکي پرمختګ ته پاملرنه مهمه وبلله او له مسئولینو یې وغوښتل، چې د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو ظرفیت نور هم لوړ کړي.  
همداراز، د کرنې وزارت مالي سلاکار عزیزالرحمن رحماني د هغه پلاوي د سفر راپور وړاندې کړ، چې د کرنې وزیر په مشرۍ جوزجان، بلخ او فاریاب ولایتونو ته د قوش‌تېپې کانال د تأسیساتو د ارزونې لپاره تللی و. دا راپور د مشرتابه له ارزونې وروسته نهايي شو.  
په غونډه کې د پروژې تخنیکي مسایل، د تطبیق ستونزې او د کار د چټکتیا حل لارې هم وڅېړل

بررسی پیشرفت کارهای تخنیکی کانال قوش‌تپه

جلسه تخنیکی بررسی پیشرفت کارهای کانال قوش‌تپه به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت و با حضور مولوی عبدالکریم فاتح معین وزارت فواید عامه، حاجی ابراهیم حکمت رئیس اقتصادی معاونت اقتصادی ریاست‌الوزرا، مولوی محمود شاه معاون اداره امور و شماری از مسئولین و متخصصین وزارت‌های انرژی و آب، زراعت، فواید عامه و شرکت انکشاف ملی، برگزار شد.
در این نشست، وزیر زراعت ضمن تأکید بر اهمیت این پروژه، پیشرفت کارهای فاز اول و دوم کانال قوش‌تپه را قابل توجه خوانده و اظهار داشت که باوجود امکانات محدود، این پروژه به‌گونه معیاری پیش می‌رود و کارهای باقی‌مانده نیز با سرعت ادامه دارد. وی بر آینده‌نگری در تطبیق پروژه تأکید کرده و از مسئولان خواست تا ظرفیت بیشتری را برای آبیاری زمین‌های زراعتی در نظر بگیرند.
همچنین، گزارش سفر هیئتی که به سرپرستی وزیر زراعت به ولایت‌های جوزجان، بلخ و فاریاب برای بررسی تأسیسات کانال قوش‌تپه انجام شده بود، از سوی عزیزالرحمن رحمانی، مشاور مالی این وزارت، ارائه گردید که پس از بررسی رهبری، نهایی شد.
در ادامه، مسائل تخنیکی پروژه، چالش‌های اجرایی و راهکارهای تسریع روند کار مورد بحث و بررسی قرار گرفت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت