د قوش‌تیپې کانال تر پوښښ لاندې ځمکو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې د طرحې وروستي کولو ناسته دایره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۳۸
د قوش‌تیپې کانال تر پوښښ لاندې ځمکو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې د طرحې وروستي کولو ناسته دایره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د قوش‌تیپې کانال تر پوښښ لاندې ځمکو څخه د اغېزمنې استفادې د طرحې د وروستي کولو په موخه ناسته د دغه وزارت د وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د مالي او اداري چارو مرستيال ملا آغاجان آخند، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال انجنیر عمر آخندزاده، د مالیې وزارت مرستيال مولوي عبدالقدیر احمد، د چارو ادارې مسؤلینو، د ملي پراختيا شرکت استازي او ځینو رئیسانو او متخصصینو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې، هغه جامع طرحه چې د کرنې وزارت له‌خوا د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو څخه د مؤثرې ګټې اخیستنې لپاره جوړه شوې وه، له اړوندو ادارو سره شریکه شوه. یاده طرحه پنځه عمده برخې او ۹۱ جزئیات لري، چې پکې د صنعتي کمپلکسونو جوړول، د ځمکو تشخیص او اصلاح، سالم مدیریت او رهبري، د کانال ساتنه او مراقبت، بازار ته د تولید شویو محصولاتو لېږد او پانګوالو ته د هڅونې کڅوړې شاملې دي.
په دې ناسته کې د کرنې وزیر ټینګار وکړ چې باید د کانال شاوخوا ځمکو ظرفیتونه په ښه ډول وکارول شي تر څو په شمالي ولایتونو کې د کارموندمې او اقتصادي ودې زمینه برابره شي.
د قوش‌تیپې اوبو لګولو لوی کانال د هېوا د اوبو لېږد له سترو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې تر بشپړېدو وروسته به د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ۵۵۰زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي.


برگزاری جلسه نهایی‌سازی طرح استفاده مؤثر از زمین‌های تحت پوشش کانال قوش‌تپه
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری جلسه‌ای را به هدف نهایی‌سازی طرح استفاده مؤثر از زمین‌های تحت پوشش کانال قوش‌تپه به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، در مقام این وزارت برگزار کرد.
در این نشست، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت، انجنیر عمر آخندزاده  معین وزارت انرژی و آب،  مولوی عبدالقدیر احمدمعین وزارت مالیه، مسئولین اداره امور، شرکت انکشاف ملی و جمعی از  روئسا و متخصصان  حضور داشتند.
در این جلسه، طرح جامع استفاده مؤثر از زمین‌های اطراف کانال قوش‌تپه که توسط مسئولان وزارت زراعت تهیه شده بود، با نهادهای ذیربط شریک گردید. این طرح شامل پنج بخش اصلی و ۹۱ مورد است که مواردی چون ایجاد کمپلکس صنعتی، شناسایی و اصلاح زمین‌ها، مدیریت و رهبری سالم، حفظ و مراقبت از کانال، وصل محصولات تولیدشده به بازار و ارائه بسته‌های تشویقی به سرمایه‌گذاران را در بر می‌گیرد.
وزیر زراعت در این نشست تأکید کرد که از ظرفیت‌های زمین‌های اطراف کانال باید به گونه مطلوب بهره‌برداری شود تا زمینه اشتغال و رشد اقتصادی در شمال کشور فراهم گردد.
کانال بزرگ آبیاری قوش‌تپه، یکی از بزرگ‌ترین پروژه‌های انتقال آب در کشور محسوب می‌شود  که پس از تکمیل، ۵۵۰ هزار هکتار زمین در ولایت‌های بلخ، جوزجان و فاریاب را آبیاری خواهد کرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت