د قوشتیپې کانال د لومړي فاز د ډیزاین او ودانیو جوړولو د تړون د لاسلیک په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۶
د قوشتیپې کانال د لومړي فاز د ډیزاین او ودانیو جوړولو د تړون د لاسلیک په موخه غونډه دائره شوه

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ؛ د اوبو او انرژۍ او د ټولګټو وزارتونو مرستیالانو، د ملي تدارکاتو لوی رییس، د چارو ادارې د پالیسۍ مرستیال، د ملي پراختیا شرکت رییس او د اړندو ادارو د یوشمېر کارپوهانو او سلاکارانو په شتون کې د قوشتیپې کانال د لومړي فاز (دوهم لاټ) د ډیزاین او ودانیو جوړولو د قرارداد د بیاکتنې، ارزونې او لاسلیک په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال انجنير مجيب الرحمن عمر اخندزاده، د فوايد عامې وزارت مرستيال مولوي عبدالکريم فاتح، د چارو ادارې د پاليسۍ مرستيال عبدالباري عاطف، د چارو ادارې د تدارکاتو لوی رييس مولوي عبدالباقي منصور، د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش، دکرنې وزارت د دفتر رییس ملا محمد حسین خورشید او دکرنې وزارت د مقام سلاکار عزیز الرحمن رحماني حضور درلود.
ټاکل شوې، چې د بلخ  په ولایت کې د قوشتیپې کانال د لومړي فاز د ډیزاین او ودانیو جوړولو قرارداد د څه باندې ۵.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د قرارداد تر لاسلیک وروسته د درېیو کلونو په موده کې د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شي.
د تدارکاتي چارو د څرنګوالي د څېړلو او د قرارداد د لاسلیک په موخه د مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ یو ګډ پلاوی د یادو ادارو د استازو په حضور کې وګومارل شو، ترڅو په دې برخه کې تدارکاتي ستونزې هوارې او د اړوندو ادارو ترمنځ د کاري هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته دې موضوع بېرته اقتصادي مرستیالۍ ته وړاندې کړي، چې په همدې موخه د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په حضور کې د قوشتیپې کانال د جوړولو په برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د قوشتیپې د اوبولګولو ستر کانال چې د جوړولو کار په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته پیل شو، د هېواد په شمال کې د اوبو د لېږد تر ټولو لویه پروژه ده. د یاد کانال ټولیز اوږدوالی ۲۸۵ کیلومتره، پلنوالی یې ۱۵۲ متره او ژوروالی یې له ۸.۵ څخه تر ۱۲.۵ مترو پورې دی. د قوشتیپې کانال د لومړي فاز (دوم لاټ) چارې د ملي پراختیا شرکت له خوا تر تدارکاتي پړاوونو وروسته پېلېږي.

جلسه‌ای به منظور امضای قرارداد دیزاین و ساخت ساختمان‌های فاز اول کانال قوش تیپه دایر شد
۵ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه به هدف بررسی و امضای قرارداد دیزان و ساخت ساختمان‌های فاز اول (لات دوم) کانال قوش تپه به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت با اشتراک معینان وزارت‌های انرژی و آب و فواید عامه، رییس عمومی تدارکات ملی و معین پالیسی امارت ریاست عمومی اداره امور، رییس شرکت انکشاف ملی و شماری از مشاورین و متخصصین ادارات زیربط دایر گردید.
در این نشست انجینر مجیب‌ الرحمن عمر آخوندزاده معین وزارت انرژی و آب، مولوی عبدالکریم فاتح معین وزارت فوایه عامه، عبدالباری عاطف معین پالیسی امارت ریاست عمومی اداره امور، مولوی عبدالباقی منصور رییس عمومی تدارکات ملی اداره امور، عبدالرحمان عطاش رییس عمومی شرکت انکشاف ملی،  ملا محمد حسین خورشید رئیس دفتر وزارت زراعت و عزیز الرحمن رحمانی مشاور مقام وزارت زراعت حضور داشتند.
قرار است قرار داد دیزان و ساخت ساختمان‌های فاز اول کانال قوش تیپه ولایت بلخ در مدت سه سال بعد از عقد قرارداد به قیمت بیش از ۵.۲ میلیارد افغانی به شرکت انکشاف سپرده شود.
به منظور بررسی چگونگی تطبیق موارد تدارکاتی و عقد قرار داد هیئت ترکیبی به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری با حضور نماینده ‌گان ادارات یاد شده گماشته شد تا موارد تدارکاتی آن حل و بعد از امضای تفاهم نامه کاری میان  ادارات دخیل در کار ساخت موضوع را دوباره  با معاونیت اقتصادی پیشنهاد نمایند که به این منظور تفاهم نامه همکاری میان ادارات دخیل در کار ساخت کانال قوشتپه با حضور مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت با امضا رسید.
کانال بزرگ آبیاری قوش‌تپه که کار ساخت آن در سال ۲۰۲۲ میلادی پس از حاکمیت امارت اسلامی افغانستان آغاز شد، بزرگترین پروژه انتقال آب در شمال کشور است که  طول مجموعی کانال ۲۸۵ کیلومتر، عرض آن ۱۵۲ متر وعمق آن ۸.۵ تا ۱۲.۵ متر است، دیزان و ساخت ساختمان های فاز اول ( لات دوم) کانال قوش تپه پس بررسی و طی مراحل تدارکاتی توسط شرکت انکشاف ملی آغاز می‌گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ د بودیجې غونډه دائره شوه 

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مرستیالۍ تر چتر لاندي ریاستونو د رئیسانو په حضور کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۳۰
Background image

کامدېش ته د نورستان دکرنې رییس سفر 

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیر آقا پیر( حبیب الرحمن) په داسې حال کې، چې د کرنیزو چارو آمر محمد حنیف افغان، د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

ننګرهار کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بڼوالۍ توکي ووېشل شو

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دمخدره توکو سره د مبارزې. . .

بازگشت