د قوشتيپې کانال شاوخوا ځمکې ارزونې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۹:۴۲
د قوشتيپې کانال شاوخوا ځمکې ارزونې په پار غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني په مشرۍ له متخصصینو سره د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکې د ارزونې په پار غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د مالیې، اوبو او برېښنا، اوبو او انرژۍ، ملي پراختیا شرکت، ښار جوړونې، د چارو ادارې او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت متخصصینو ګډون کړي ؤ.
د غونډې ګډونوال د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د اجارې او د شنه کمربند په توګه د کانال د اغېزمنتوب په اړه له خبرو اترو وروسته وویل، د قوش تیپې کانال ماسټر پلان دې ترتیب او د ماسټر پلان مطابق دې نور ګامونه وچت شي.
همدارنګه کارپوهانو ویلي دي، چې د کانال تر پوښښ لاندې ځمکې باید د پي، اچ  له پلوه وڅېړل شي، د اوبو ایستلو شبکې دې جوړې شي او د خاورې د تجزیې چارې دې ترسره شي تر څو په سیمو کې د نور تیزابیت مخه ونیول شي.

جلسه‌ای به‌منظور بررسی زمین‌های اطراف کانال قوش تیپه برگزار شد
جلسه به‌منظور بررسی زمین‌های اطراف کانال قوش تیپه به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با متخصیص دایر گردید.
متخصیص از ادارات شرکت انکشاف ملی، وزارت مالیه، شهرسازی و مسکن، انرژی و آب، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، و اداره امور در این جلسه اشتراک نموده بودند.
اعضای جلسه پس بحث و گفتگو در مورد زمین‌های ماحول کانال قوش تیپه، نحوه اجاره دهی و موثریت آن برای کانال منحیث کمربند سبز گفته اند، ماستر پلان کانال قوش تیپه طرح و مطابق به آن اقدامات بعدی صورت گیرد.
برعلاوه متحصصین گفته اند، زمین‌های تحت پوشش کانال نیز از لحاظ پی اچ بررسی، شبکه‌های زهکشی ایجاد، خاک شناسی صورت گیرد و از اسیدی شدن ساحات بیشتر جلوگیری شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت