د قاچاقي څارویو د مخنیوي په موخه ګډي هڅې؛ کندهار کې دڅه باندې ۵۰۰ پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۹:۳۷
د قاچاقي څارویو د مخنیوي په موخه ګډي هڅې؛ کندهار کې دڅه باندې ۵۰۰ پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د معروف ولسوالی د کرنې مدیریت او امنیتي مسؤلینو په همغږۍ د څارویو د قاچاق د مخنیوي په موخه پراخ ګرځنده کمپاینونه ترسره شوي دي، چې په پایله کې یې ۵۰۲ پسونو د غیرقانوني قاچاق مخه نیول شوې ده.
یاد پسونه د معروف ولسوالی له فرضي کرښې څخه د قاچاق وړونکو له‌خوا د پاکستان هېواد خواته قاچاقېدل، خو د ویښو مجاهدینو په وخت اقدام سره ونیول شول.
د معروف ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلین وایي، نیول شوي کسان د قانوني څېړنو لپاره اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي، او نیول شوي څاروي د مالدارۍ آمریت له‌خوا د کرنې له لوري جوړې شوې کمیټې ته سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست ټینګار کوي، چې د قاچاقي څارویو د مخنیوي لپاره نظارت لا زیات شي. مسؤلین زیاتوي، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې څاروي له قانوني اسنادو پرته له هېواده ووځي، څو کورني بازارونه له احتمالي ستونزو خوندي وساتل شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کندهار ریګستان او بولدک ولسوالیو کې د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه، چې دا ټولې هڅې د کرنې ریاست او آمنیه قوماندانۍ د ګډو اقداماتو او ژمنتیا پایله ده.


تلاش‌های مشترک برای جلوگیری از قاچاق حیوانات؛ در کندهار از قاچاق بیش از ۵۰۰ میش جلوگیری شد
۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
به رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، مدیریت زراعت ولسوالی معروف و مسئولان امنیتی به‌صورت هماهنگ کمپاین‌های گستردهٔ متحرک به‌منظور جلوگیری از قاچاق حیوانات اجرا گردید که در نتیجهٔ آن قاچاق غیرقانونی ۵۰۲ میش متوقف شد.
این میش‌ها از خط فرضی ولسوالی معروف توسط قاچاقچیان قصد انتقال به‌سوی پاکستان را داشتند، اما به‌موقع توسط مجاهدان هوشیار توقیف شدند.
مسؤولان زراعت و امور مالداری ولسوالی معروف می‌گویند افراد دستگیرشده برای بررسی‌های قانونی به مراجع عدلی و قضایی مربوط سپرده شده‌اند، و حیوانات توقیف‌شده از سوی آمریت مالداری به کمیته‌ای که از طرف زراعت تشکیل شده تحویل گردیده‌اند.
ریاست زراعت کندهار تأکید می‌کند که نظارت برای جلوگیری از قاچاق حیوانات افزایش یابد. مسؤولان افزوده‌اند که به هیچ‌کس اجازه داده نخواهد شد حیوانات را بدون مدارک قانونی از کشور خارج کند تا بازارهای داخلی از مشکلات احتمالی محفوظ بمانند.
قابل ذکر است که پیش‌تر نیز در ولسوالی‌های ریګستان و بولدک کندهار از قاچاق صدها میش جلوگیری شده بود، و همهٔ این اقدامات نتیجهٔ همکاری و تعهد مشترک ریاست زراعت و قوماندانی امنیه است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۲۷
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د سکټور د سوداګریز کولو ورکشاپ دایر شو

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د اصلاح شويو تخمونو د تولید او تنوع د سوداګریز کولو د لارې نقشې د جوړولو په موخه مشورتي ورکشاپ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د ملګرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

ننګرهار کې سږ کال د جلغوزیو ځنګلونو څخه څه باندې ٩٠ متریک ټنه جلغوزې ترلاسه شوي

۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس سږ کال په ننګرهار کې د جلغوزیو خنګلونو څخه ٩٠.٣ مټریک تنه خالص جلغوزې ترلاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۴۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د اصفهان پلاست شرکت له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ایران د اصفهان پلاست شرکت له اجرایوي مدیر مسعود روضاتي او ورسره مل پلاوي سره. . .

بازگشت