د فراه ولایت پشت رود ولسوالی کې د ۱۱۰ زره ډالرو په لګښت د چکډېم رغنیزې چارې پیل شوې  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۱۳
د فراه ولایت پشت رود ولسوالی کې د ۱۱۰ زره ډالرو په لګښت د چکډېم رغنیزې چارې پیل شوې  

۷ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډي،آر،سي» کمېتې له لارې، ددې ولایت د پشت رود ولسوالی کاریز خلیفه په سیمه کې د ۱۱۰ زره ډالرو په لګښټ د چکډېم رغنیزې چارې پیل شوې. دا پروژه د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره کېږي.  
د یاد چکډېم د رغنیزو چارو د پرانیستنې په مراسمو کې د فراه ولایت د یوشمېر سیمه ییزو چارواکو ترڅنګ د «ډي،آر،سي» کمېټې استازو او د سیمې یوشمېر اوسیدونکي هم ګډون درلود.  
د فراه دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد چکډېم ۷۵ متره اوږدوالی، ۴ متره سور او ۵ متره لوړوالی لري، چې د شپږ زره مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیالري او رغنیزې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د یادې پروژې په ترڅ کې به لسګونو کسانو ته په فني او غیر فني برخو کې د کار زمینه برابره شي.  
د دې چکډیم موخه د پشت رود ولسوالی باراني اوبو راټولول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړول او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ کول دي، چې ورسره به د  ځمکوالو او مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به هم هواره شي.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د اوبو زېرمې او مدیریت لپاره یو‌شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۸
Background image

د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د معیاري بڼونو د جوړولو په پار د ګیلاس نیالګیو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د پراختیایي بودجې له لارې، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالی کې څلور زره  اصله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵
Background image

کندز کې د ژمني تېلو او لایم سلفر د استعمال کمپاین پیل شو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۱۹
Background image

د روزګان دوو ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه، د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ددې ولایت د خاص روزګان په ولسوالی. . .

بازگشت