د فراه مرکز کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۲۷
د فراه مرکز کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۱۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
دفراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په مرکز کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي ، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي ، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه پنځه بابه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځئ یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور  او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د ننګرهار کوټ ولسوالی کې ۳۰ تنو بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د کوټ ولسوالی د بوټو ساتني مدیریت کارکوونکو د تریلي په پاس میران او لاندې میرانو کلیو کې ۳۰ تنو بزګرانو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د روزګان د اوبو مدیریت لپاره مهم ګام؛ د څلورو چک‌ډېمو جوړولو لپاره سروی ترسره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو باصلاحیته پلاوی، چې مشري یې د یاد وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان کوله د روزګان ولایت ته سفر وکړ، څو د څلورو چک‌ډېمو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۰
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د شنوخونو جوړولو چارې روانې دي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار ۲۱ شنې خونې. . .

بازگشت