د فاریاب د شپږو ولسوالیو پر کوپراټیفونو کرنیزې توکي ووېشل شوې
۱سلواغه ۱۳۹۹
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هغږۍ د «ACTED»موسسې په مرسته د دې ولایت د المار، قیصار، کوهستان، پشتون کوټ، شیرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو پر کرنیزو کوپراټیفونو کرنیزې توکي ووېشل شوې.
د غنمو ۲۲ ژرندې، د ترمیده اوړو د تولید دوه ماشینونه، د غنمو د پاکولو دوه ماشینونه او ۱۰ واړه «اسبپاور» ټراکټورونه له اړوندو توکو سره لکه د غنمو رېبلو ماشین، قلبه، ماله او د تخم شېندلو ماشین هغه توکي دي، چې پر یادو کوپراټیفونو وېشل شوي دي.